پوهاند محمد بشیر دودیال
نوروز د ویاړلو آریائیانو(نجیب زاده ګانو) جشن دی. اوس دغه ورځ د افغانستان ترڅنګ په نورو ګاونډیو؛ لکه ایران،تاجسکتان، پاکستان او آن هند کی لمانځل کیږی. سږکال دغه ورځ په نړیواله کچه رسماً وپیژندل شوه. زموږ په ګڼ شمیر تاریخی آثاروکې دحماسو یادونه او زموږ د باتورو نیکونو دکار او کښت دموسم د پیل ورځی او د یما(جمشید) تدبیر او د اوسنی افغانستان تمدن، صنعت، سوداګری او دکروندو او بڼونو پریماني له همدې ورځې سره یادې شوی دي.