دودیال
یوه لنډه کیسه:
هغه ماته اوس هم د صمیمیت، اخلاص، د یوه مهربان تره یا خواخوږي ماما په شان رایادیږی. او لکه چې هغه ټولو کلیوالو ته یو نږدې خواخوږی، ښه دوست، مونس او ترټولو مهمه دا چې لویو کارونو کې یو قوي مټ و، لکه چې هغه زموږ په کلي کې ښه ډیر ثوابونه هم ګټلي وو. زما په ټول ژوندکې لکه د هغه په شان بل تصویر په ذهن کې دومره روښانه ندی پاېیدلی.