لیکوال : پاول وان لون      د ماشومانو لپاره ناول
پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست
کاکا طوطي او ټولو لګ لګانو ته ډالۍ
ژباړونکی : زموږ د وخت ټولو چونګښانو ته ډالۍ 
لومړۍ برخه 
یو مهم راز 
همدا چې ښوونکی  ټولګې ته راننوت ،په قدم وهلو یې پیل وکړ ، یو ناڅاپه ودرېد  او زده کوونکو ته یې وویل : (( زه یو مهم راز لرم )) .هلکانو ژر خپل رنګه پنسلونه پر میزونو کېښودل  او په حیرانتیا سره یې ښاغلي فرانس ته وکتل .
سیتا وپوښتل : (( ښاغلی فرانس تاسو څه مهم راز لرۍ ؟)) .سیتا یوه وړه تورپوټکې نجلی وه چې له خپلو تورو لنډو وېښتانو سره به تل د ټولګې په لومړي کتار کې کېناستله .،ښاغلی فرانس پرې ډېر ګران و نو ځکه به یې تل ویل : (( موږ د نړۍ ترټولو ښه ښوونکی لرو ))

د کېسې لیکوال : ډاکټر ببرک ارغند
ژباړندوی : س . سېلنی

پریشانه سړي د اپیمو د دستگاه تر شا په گونډو شو ، گړینگې اوږې یې وې ، الوتي بڼه یې درلوده ، دړد او رنځ یې په غمځپلې څېره کې څپې وهلې ، په داسې حال کې چې ډنگر ځان یې لکه د ولې پاڼه رېږدیده ، په شا نښتی نس یې را مات شو او لکه پنر بېرته خوشې کړی شو ، شیبه په شیبه یې له ځانه پوښتل :
« که زه هم باور وکړم ؟ که زه هم لاس و پښې پرېمینځم او نیت وکړم ؟ »

ژباړن : عبدالملک پرهیز

ډېر کلونه پخوا په دنمارک کې د هملت په نامه یو شهزاده ژوندکاوه. یوه ورځ د هغه پلار چې د دنمارک پاچا ؤ په ناڅاپي ډول مړ کېږي ، چې د هملت د زیات خپګان سبب کېږي. وروسته له دغې پېښې د هملت  مور ګریترود په بیړه  واده کوي ، هغه د خپل لېور یانې د پاچا له ورور کلادیوس سره واده کوي او اوس کلادیوس پاچا دی.

هغه له ځانه سره وايي:« تا څنګه وکړی شو له ما سره داسې وکړې


سپين وردګ
دداستان په بڼه د جغتو د وروستۍ غميزې بيان
نور نو لمر د غرونو له څوکو پناه شو، شپونکي په شاوخوا دښته او وچو پټيو کې خواره واره څاروي

 بلقیس مل
هاشم با برادرش ابراهیم در یک خانه ای که از پدر برای شان به ارث رسیده بود در یکی از پس
کوچه های شهر کهنه کابل زندگی میکردند

بقیه در ضمیمه

د کېسې په اړوند د ژباړونکې څو خبرې

کافکا په شلمه پېړۍ کې د المان له مشهوره او سترو لیکوالو څخه ؤ

کافکا په داستان لیکلو کې ځان ګړی سبک رامنځ ته کړ چې وروسته د کافکايي سبک په نامه یاد شو او د مارګز په څير ستر لیکوال د هغه لاره غوره کړه. مارکز لیکي:« د کافکا د بدلېدنې د داستان په لوستلو سره پوه شو چې بل راز لیکل هم کېدی شي». کافکا خپل یو دوست ماکس برود ته وصیت کړی ؤ څو د هغه  تر مړینې وروسته دهغه  ټولې لیکنې بې له دې چې يې ويې لولي،  له منځه یوسي ، خو د هغه له دغه وصیت سره سره  د هغه لیکنې لا هم خپرېږي او په لویدیځ کې د اغېزمنو لیکنو څخه ګڼل کېږي

 

پاتې يې په ضمیمه کې ولولئ

زیاتې مقالې …