سید عبید الله نادر

چې د ښــــځو د بوټانو په کړســایي

په هر ځلي یې ماتــیږي ، اودسونه

زمـــــونږ د مــلایانو او زاهــــدانو

دومره خوار دي عقیدې او ایمانونه

د میني آیتونه

ځولي ځولۍ ګلونه په لمنو کې مــــــــو راوړئ

د میني آیــــتونه،په خپل زړونو کې مو راوړئ

چې زړونه شي ملهم، په ګوهرینو ټکو باندی

دا ټولي سره غونډ کړئ پیغامونو کې مو راوړئ

د محبت فضا      

خپل ځـــانونه د یو بل ځـیني، قربان کړئ

نړیدلي خــــپلي خــــونې مـــو ودان کړئ

چې فضا د محــبت هر خــــــوا خوره شي

معرفت په شمعی زړونه مو روښان کړئ

عاجزی            

که سرونه په ګریوانه کړو خــپل ښکته

عاجزۍ به مونږته، ولګــــــــــیږي پته

سمندر د معرفت به له مونږ جوړ شي

خواهــشات که چـــیری ووهو، په لته

دردمنو غمخوارانوته        

دا چې مـونږه نازوي، ته قـــدرمن یې

په زخمونو د عالم باندی، خوږمن یې

تیروي د عمر شـــپي، په اندیښنو کې

د وطن په درد و غم باندی غمجن یې

د بیباکانو خیر         

تش تصور کې ، خپل سوچونه وهم

 د ګل په ســــیوری کې خوبونه وهم

د بــیباکانو نه، دا خــــــیر پاتي دی

چې نن اوږده اوږده مـــــزلونه وهم











زلمی نصرت 

لــه قـلـمـداره کــیــنــه ور ډاریـــږم

لـــه بـــا سواده ځـــنــاور ډاریــږم

 

په یــوه سـتـنـه مـاشـومـان چې وژني

ددې سـتـن لــه فــنــاور ډاریـــږم

 

شکنجه گاه چې جـوړوي اقــرار تــه

ددې مـعـمـار لـه در او ور ډاریــږم

 

چې کړي مسموم په مهارت زندانیان

لـــه دې بې نــنــگــه دلاور ډاریـــږم

 

چـې قـلـم پـریـږدي مـاشینگڼه واخلي

ددې شاعر له دې هنر ډاریـــږم

 

چې مې فـتـوا د مرگ اسانه ورکـړي

ددې ملا لــه هــــر بــاور ډاریــږم

 

نـصـرتــه پـریـږده د ملا خــبــرې

زه اوس لـه یـار او لـه یاور ډاریـــږم

 

دنمارک ـ وایله

 

١٦.٠٩.٢٠١٨

احساس د خوښۍ کله وي چې تش مو دسترخوان وي

ښادي په کور کې کله وی، وزګار چې مو هر ځوانان وي

چې شپه او ورځ د کار په لټه درومي و بازار ته

خوښي له شونډو و تښتي چې تش کور ته روان وي

خوښی ورکه له کور شي چې ماشوم وږی ویده شي

چې لوڅ بدن بې کوره، وږی پروت په کوم میدان وي

د ماتو هیلو ګرځوي کچکول مدام په غاړه

د غم پېټی په سر د ژوند په لاره چې حیران  وي

ها زړه به څه بېغم وی چې د غم باران ورېږي

توفان او تورو شپو کې دریدل کله اسان وي

چې ورکه شي ښادي زړونه ټپي او مایوسي وي

ښادي به کله راشې چې خوښۍ بند په زندان وي

چې بندې دروازې د علم پوهې پر انسان شي

له جهل نه راوتی سړی څنګه مسلمان وي

کتاب د علم پوهې معرفت پراخ سمندر دی

چې کرکه له کتاب کړي دا به څرنګه انسان وي

د جهل خيرې پاکې شي دریاب کې د پوهنې

د پوهې په دنیا کې، دریځ لوړ د هر انسان وي

جونګړه تل ماڼۍ وي چې آباد د زیار په کار شي

نو څه به ها ماڼۍ کړې چې یې بیه ستا  وجدان وي

ژوند هله نیکمرغي وي، چې انسان لکه انسان شي

سمبال په علم پوهه، هر نجلۍ او هر یو ځوان وی 

چې وکړی څوک احساس د کمزوري،  خوښی ترې لاړ شي

سفرد څپو مه کوه چې ډار دې له توفان وي 

دا لاره اوار نه ده ټوله ډکه له اغزو ده

د ژوند دریاب وي غلی، کله مست او څپڅپان وي

څوک خيژی له کمرونو لوړو څوکو ته رسېږي

شرط دا چې هوډ دې پوخ او اراده د پهلوان وي

نه شرم او نه ایمان لري

نه ډار له پاک سبحان لري

هر بد کار په ډېر شوق کوی

فکرونه د شیطان لري

په غلا کله شرمېږي دوی

ډالر ځکه پريمان لري

د ځمکو غاصبان دي ټول 

چور پانګه پریمان لري

خدمت تل د پردو کوي

ياران په پاکستان لري

د سوال لاس یې اوږده دي تل

باور کله په ځان لري

په شر کې یې ثاني نشته 

صبغه د لوی شیطان لري

په قتل او په وژنه کې

رقیب نه په جهان لري



زیاتې مقالې …