زلمی نصرت

فریادونه د افغان به جـوړ توفان شي

 د ستم د واک بنیاد به په لړزان شي

 

 گـاونــډيــه پــه دې پــو شـه یـوه ورځ بــه

 ستا فریاد به هم زر پورته تر سبحان شي

 

 د خـزان موسم مو هـیـر نـه شي مـلـگـرو

 د هـر باغ گلان خزان کې به رېزان شي

 

 دا وطــن بـه بـیـا را پـاڅـې ای مــغــرورو

 مات غرور به مو او مات به مو نشان شي

 

 دا ساعـت ډیــر لرې نـه دی رانږدې دی

چې تېری مو در په یاد په "کله گان" شي

 

زلمی نصرت

 

 ١٧.١٠.٢٠٢٤

 

 

 

د خیالونو په دنیا کې چا اخیستې آزادي
د زیارونو کرونده کې تل غوړېږي آزادي
نن په سر کې نوي نوي اندېښنې ځي او راځي
اوچت آلوزي فضا کې د فکرونو آزادي
په خیالو کې پاڼې لولي د تاریخ د زولنو
ماتوي ټول هتکړې مې له فکرونو آزادي
د خیبر په هسکو هسکو سرې لښکرې ډلې ډلې
پرګنۍ دي را وتلي په میدان د آزادي
د عمل او د تدبیر وخت رسېدلی نور خیال بس
را وتل له تش شعار نه لومړی ګام د ازادي

              
آ مهربانه زړه ســوانده ، د زړه ســـر مـــو څه شو
د سر ســـړی،آدیده ور او خـــوله ور مـــو څه شو
چې په وینا یې ، ټکــــــــوریدل د درد مــنو زړونه
د خطـــابی او د مــــیدان آ ســـخنور مــو څـــه شو
د بی قـــــدرانو بی هـــنرو سره وخــــت تـــیراوو
چې د ماحــوله وو واقف، آ با خـــــبر مـــو څه شو
چې د پو هنې په ګــاڼه یې هم ، ویــــــنا وه سمبال
د خطابی په رمز خـــــبره ســــخنور مو څــــه شو
چې استبداد ته یې ســـینه وه، لــــکه غـــر نـــیولي
د قام د پاره فدایی ، او لـوی افــسر مـــو څــــه شو
زمونږ د زړه سر ، د ســـر تاج دا ســــخندانه آشنا
چې یې هر چا په زړه کې ځای ووآ دلبر مو څه شو
چې معرفــت څراغ یې بل وو په ســــینه کې همیش
د علم و فن په نـــور روښـــان آ منور مو څـــه شو
چې په وینا کې وو بی ترسـه تر هر چا په دي دور
دا تر همـــه وو بهـــادر، او زړور مو څــــــــه شو
سید عبید الله نادر

زیاتې مقالې …