انجنیر زلمی نصرت

۰۵.۰۲.۲۰۲۴ 

باغِ حرم ته مې سفر شو

چې د زړه سر مې همسفر شو

 

شپه شوله لنډه، داسې لنډه

پوی په ځان نه شوم، چې سهر شو

 

مجنون پوهیـږي، چې څه وایم

ناز و ادا يې چې هنر شو

 

خمار مې مات، شومه بې هوشه

چې جوړ له سترگو يې ساغر شو

 

ځمکه د پښو لاندې مې لاړه

چې په نه څه، بیا مرور شو

 

عشق لوی مذهب شو ماته هله

چې مې د یار پر مخ نظر شو

 

 پآی

 

         

لکــه پرخــــه، په ګـــــلونو کې اوســـیږم

د جانان خـــیال یم، په زړونو کې اوسیږم

نایابه یو ګـــــــوهر یم،په سمـــــــندر کې

په پراخـــــه دریابــــــــونو کې اوســـــــیږم

د ایرو په څــــــــــیر په ســـل ژبو خاموشه

د ســـــکروټو په ســــــــرونو کــې اوسیږم

د دردمنو زړو کې ځــای لرم پـــــــــوهیږم

زه د زړونو په ښــــــارونو کې اوســـــــیږم

چې می څوک پیدا کوی نشی، هیڅ ځای کې

زه په داســــــــي محـــــلونو کې اوســــــیږم

چــــیرته هـــم د ورکې نه یم په دي دَور کې

زه په لــــــوړو، خــــیالونو کې اوســــــــیږم

 

 

 

 

 

کله، چې ما د "تللو يادونه"  د مقالو په ټولگه کې د فرخندې د وهلو، ډبولو او سوزولو د تراژیدی په هلکه شعرونه او ادبي ټوټې د هغه په یاد او درناوی په ژړیدلو سترگو مطالعه کړ.

دفعتآ د درونټې نه لږ پورته د کابل جلال اباد په لویه لاره د سرخکانو د ساحې تراژيدي او غمیزه، چې وحشي پړانگانو په عامه لاره ماینونه ښخ کړي و، ٣٠٢ بوس پې برابریږي، بوس انفجار کوی او د اور په لمبو کې اکثره مسافرین یې لکه د تناره وچ لرگي سوزي، لوگی او اهونه يې تر هسکه پورته او ايرې کیږي.

 د اور په لمبو کې ټکنده غرمه کې، زما مورکې او یو کلنه خورکې هم په همدې بوس کې د جوزا په ١٩ کال ١٣٥٩ لمریز کې د غرمې د ١٢ بجو په شاوخوا کې د نورو ماشومانو، ښځو او بوډاگانو سره نینې کیږي.

نو ما یو مات او گوډ یو ناچیزه نظم د هغوي  په یاد ليکلې وه، چې تاسو لوستونکو سره يې هم شریکوم.


ای د سحر باده
دا وایمه و تاته

گیډۍ دگلو واخله
دا یوسه زما دعا ته

درو په درو گر ځه
کوچیانو و لیدا ته

بهسود له پله نه واوړه
باغونو د خرما ته

مورکۍ او لورکۍ دواړه
پراته غاړه په غاړه

آرزو د چا "صدا" ته
بې تابه دي اشنا ته

د خور او ورور خندا ته
د پلار قار او مسکا ته

مورکۍ يې هم دا غواړي
انتظار دی نن سبا ته

دگلو گیډۍ کيږده
" ارزو" او "شاقند" پا ته

دعا راوړه و ماته
د زړه و تسلا ته

٠٢.١٠.٢٠١٧

*زلمی نصرت، مات وزر( شعري ټولگه)، شهباز خپرندوی تولنه،  ٢٠١٩ میلادی کال، ٤٢،٤٣ مخونه.

زه د سهار او د رڼا په مانا نه پوهیږم
خو د ماښام او تورو شپو په مانا ښه پوهیږم

دلیل بې دا وي، چې وطن کې مې رڼا نشته دی
یا لیونی یم په رڼو سترگو رڼا نه وینم.

زیاتې مقالې …