سید عبید الله نادر  

زه بارونه د عــالم هم په خــــپل ســــــر وړم

چاته پــــوهـــــــه دانائي چـــــاته نـــظر وړم

چې د علم او مـــعرفـــــــت نه وي بی برخي

مدنـــــیت له انـــګازو ورته خـــــــــــبر وړم

په یو څرک چې یې روښانه زړه ضمیر شي

له خــــــپل ځـــانه روښنائي داســي اثر وړم

چې یې شـــپې د تـــورتــمو نه ســـبا کــیږي

زه هــــغو ته رڼا ئي، د روڼ ســـــــحر وړم

چې پرواز د بصـــیرت نه وي بی برخـــــي

و هـــغو ته روښــــــنائي نور د بــصر وړم


سید عبیدالله نادر  
زما کجــــکول له نعمــتونـــــــو ډک دی
د لوړ احســاس او خــــیالونــــو ډک دی
پراته درســـونه د علم وفــن دي په کښی
زمـا کجــکول هم له شــعرونـــو ډک دی
که څــوک هم ټــکي د عــبرت لـــــټوي 
زما کجـــــــکول له عـبرتــــونو ډک دی
هرې مصری کښی می د مینې درس دی
زما کجــــکول له پیغامـــونـــــو ډک دی
که څـــوک احساس د درد ویـــنا لـــټوي
زما کجـــکول هم، له دردونـــو ډک دی
په کښي نظر د لوی ارواحــــو ښـکاري
زما کجـــکول، له حکمــتونــــو ډک دی
زمــا کجــــکول دی آئـــــینه د ســـکندر
همیش له ښـــکلو،تصــویرونــو ډک دی
په کښي لیده شي د حــــا لاتـو تصـــویر
زما کجــــکول له رحـمــتونـــو ډک دی
د معـــنویـــت هم، ښـــکلا ګاني لــــري
زما کجــــکول، له منظـرونـــو ډک دی

انجنیر زلمی نصرت
دنمارک

څو دې توان رسي د خلکو مددگار شه
د الله (ج)رضا لپاره رستگار شه

په چوکۍ مال او دولت کې عزت نشته
که عزت غواړې د زړونو خریدار شه

که ریښتیا د و طن مېنه ستا ایمان وي
بیا  د سولې په دفاع کې استوار شه

تعصب نشته په اسلام کې که پوهیږې
د تعصب سره په جنگ شه پرهیزگار شه

انس و جن ټول پیدا کړی پاک الله دی
په هر ځای کې انسانیت سره سازگار شه

که تحفه غواړې عقبا کې له دنیا نه
دې دنیا کې د انصاف بیا طرفدار شه

که نصرت غواړې په دین او په دنیاکې 
د انسان او انسانیت د باغ ملیار شه.

۲۰۲۱ کال د جون ۲۱ مه نیټه

زلمی نصرت

دنمارک
د وایلی ښار

زیاتې مقالې …