که د برلین حصار را لویږي

اوبه په ډانگ که نه بیلیږي

لر به له بر سره یو کیږي

د ډیورنډ لین به هم نړیږي

حالات چې گورم د یو والي لور ته ځینه

 

زلمی نصرت

دنمارک ـ وایله

 

۰۵.۰۴.۲۰۲۴

عبدالملک پرهیز

 له خوندو، خوند اخیستل, ولې ګناه ده؟
دې ښکلاوته کتل، ولې ګناه ده؟
ولې هر څه چې راښکون لري، ګناه ده؟
ولې  زړه ته چې قرار راوړي، ګناه ده؟
 چې خوږې دي د یار شونډې څه ګناه ده ؟
 چې ښایسته دي د یارسترګې،څه ګناه ده؟
""""""
چې پر ولو یې ول ول زلفې  تار تار دي
دا زما زړه ته دامونه خپور په  لار دی
غرڅنۍ یې له ښایسته سترګو شرمېږي
دښت ګلان یې له یوې موسکا نه ځار دي
د آسمان ستوري هر شپه کړي سترګکونه
ستوري واړه یې خالونه د رخسار دي 
تلوسې د سپوږمۍ وینمه بیمارې
په کنډو او پر بلۍ څوک انتظار دي
شوې ړندې د تعصب سترګې له  رښتیا نه
پلوشې د لمر خورې په هر سهار دي
"""""""
ولې دا تیاره  فکرونه  ګناه نه ده؟
ولې لار د تعصبونو ګناه نه ده؟
د لطیف هنر ښکلا چې لیدی نه شي
ولې دا بدرنګ اندونه ګناه نه ده
؟
څوک چې خلک د تورتمونو لور ته بیایي 
ولې تلل د تورتمونو، ګناه نه ده؟
""""""""
موږه  خدای ښکلی پیداکړو درست عالم کې
ولې کرکه له ښکلاوو ګناه نه ده؟
خلک ګلان کري چې سیمه یي ګلزار شی
د اغزو پالل بیا ولې ګناه نه ده؟
د اشرف لقب په پوهه د انسان شو
ناپوهي پالل بیا ولې ګناه نه ده؟
"""""""""
موږ یې جوړ د ښایستونو له جوهر کړو
بیا سمبال یې موږ په  علم او په هنر کړو
موږ یې جوړ په صفتونو د انسان کړو
ولې چارې د حیوان او بد کردار کړو
انځورګر د  ټول ښکلاوو یو الله دی
ولې موږ له ښکلاګانو دومره عار کړو
د انسان د سوکالۍ پراخ ورشوګانې
ولې ډک موږ له کړاو او له شرار کړو؟
ته هینداره یې د خدای د انځورونو
ولې دا سيینه هینداره لکه دار کړو؟
""""""":
د هیندارې صفا ساته له ګردونو
په هینداره ځلېدل ولې ګناه ده؟

دا هینداره له رښتیاو تل ښایسته ده
ولې هر څه چې ښکلا لري ګناه ده؟

انجینیر زلمی نصرت

غزل 

خیاله په خیال کې مې د یار سره خبرې کوم

کله د گل کله د خار سره خبرې کوم

 

د پرون ژوند چې شي را یاد او دا د نن خبرې

کله د روغ کله بیمار سره خبرې کوم

 

د سحر باده ما زر یوسه د مشرق په لورې

چې په څیله کې د بهار سره خبرې کوم

 

چې له پروازه شوم را ښکته د ٫٫ روښان٬٬ پر ځمکه

نیت مې پوره شو٬  ننگرهار سره خبرې کوم

 

نصرته خوږ ترنم بیا راځي د یار له کلي؟

که تصور کې د سیتار سره خبرې کوم

 

انجنیر زلمی نصرت

۰۳.۰۴.۲۰۲۴

دنمارک ـ وایله

 

یادونه:

د منلی شاعر ښاغلی صدیق ٫٫ ننگ٬٬  د لاندې څلوریزې څخه په الهام سره.

 

څلوریزه

 

خیاله ښکل یې کړه گلونه مخ د یار مې په زړه اوري

د نارنج او د نرگسو ښکلی هار مې په زړه اوري

 

له خزانه مې پروا نه شته هسې شین چې په خندا یم

د بهار منت به څه وړم ننگرهار مې په زړه اوري.

 

صدیق ننگ

 لونگبي ـ دنمارک

 

انجنیر زلمی نصرت

موسم دی تاند بوی د بهار دی

دښت او صحرا کړی سینگار دی

نه د چا لاس نه د چا کار دی

په دې راز پوی پروردگار دی

*

جنت شي پورته ځمکې سر ته

د مشکو بوی سره گلزار دی

 د تورو وریځو له دانو نه

 ځمکه شینکۍ او چمن زار دی

*

 بهار د ژوند په فلسفه کې

 د ابدیت یو اموزگار دی

 په سلسله د مرگ او ژوند کې

 بهار بدلون ته تابیدار دی

*

د کائیناتو په هوا کې

د بنیادم قسمت ابدار دی
یو فنا شوی بل پیدا شوی

دغه سیکل کې ژوندون څار دی

*

ژوند د بهار سره عجین کړه

چې بې بهاره ژوند بې بار دی

هم یې ښکلا سره رنگین کړه

چې بې ښکلا ژوند خوار او زار دی

*

نصرته عشق سره ژوند وکړه
کوم عبادت کې چې قرار دی

اختیار ورکړی رب هرچاته

دې کې یې نغښتی اقتدار دی

 

۲۱.۰۳.۲۰۱۹ ـ دنمارک

زیاتې مقالې …