څه مانا به کړې ته مینه، چې دې مینه کړې نه وي
 څه به پټ وي ستا په موټي، چې دې زر لیدلی نه وي
په ښه، بد ګلان مه ویشه، چې د رنګ هنر دې نه وي
که ته لمر شې یا هینداره، هیڅ توپیر د رښتیا نه وي
له هیڅ چا سره بد نه کړی، چې لیدلي یې بد نه وي
کله زړه وي دړزېدلی، په ګړنګ که تلی نه وي
زړه به کله شي روښانه، چا سپین مخ لیدلی نه وي
اوښکې نه څاڅي ګرېوان ته، چې چا درد لیدلی نه وي
هر څوک ښه لیدلی نه شی، چې یې خوی د سړی نه وی
په هر چا کې عیب مه ګوره، څو دې خپل لیدلی نه وي
څوک به څه پوه شې سوز څه دی، چې په اور کې سوی نه وی

څوک چې بنده د بل بنده شي
پرده پر سترگو يې خوره شي
له سړیتوبه به گوښه شي
لکه لیوه به درنده شي
ځان به ترې ساتې، چې له شا گذار کوینه

عمرې ته

باچا خان لاړو عمرې ته
د اسلام مرکز مکې ته

له مکې نه فلسطین ته
مقدس او پاک زمین ته

ټول گرد ناست و انتظار کې
د مهدي راتگ تلین ته

یهودان مصروف د کار و
لوی قصرو ته ور قطار و

لوی ماڼۍ یې جوړولې
ټینگ بنیاد یې ایښودلې

مقدس او پاک زمین دوی
په څو چنده را نیولې

عربانو خرڅولې
یهودانو رانیولې

ما وې ای زما همدینو
فکر وکړي زما خود بینو

خرڅوی ولې دا ځمکې؟
ځان درنه کړي د بل سپکې؟

وی سوچ مه کوه دینداره
زه وهه دې خپله لاره

ای د دین نه ناخبره
غوږ دې ونیسه دلبره

را روان دی څوارلسمه
د امام سره یې ویشمه

واپس اخلو خپلې ځمکې
بیله سپورې بیله سپکې

که په زور که په رضا دی
نن ددوی سبا زما دی

ما وی دوی هم سر تنبه دي
له خپل ځانه بیگانه دي

څوارلسمه شوله تیره
ددوی ویره شوله ډیره

نه مهدي شته نه امام نور
زمان هم شولو تمام نور

چې خرڅ کړی چا خپل ارض دی
ا تیر شوی له خپل فرض دی

زه د رڼا په مانا نه پوهیږم( ۲۴،۲۵،۲۶، پاڼه)
کال ۱۹۲۶ م کې باچاخان حج نه وروسته فلسطین ته تللی وه، دا نظم د هغه د خاطرو پر بنیاد تنظیم شوی دی.

چې د دښمن د پوځ، پوځي شي
جدا له موره اجنبي شي
د ځناور غوندې وحشي شي
پر ځان مین او ځانځاني شي

خائن یې بوله، چې وطن خپل خرڅوینه

زیاتې مقالې …