زلمی نصرت

کـه پنجاب دی زورور
خـیـبـر هــم لــري وزر

د بـازانــو لـه پـــروازه
پنجاب تښتي لـه خـیـبـر

تـل خـیـبـر بـه وي ولاړ
لکه سپین او بـابـا غــر

لـه جــیــلـمـه تــر امــو
پـنـجـاب نـه لـري گـودر

ارادې که سره یو کړي
افـــغـــان د لـــر او بــر

زلمی نصرت

۱۰.۱۰.۲۰۲۴

زلمی نصرت
۰۹.۱۰.۲۰۲۴

پاڅه، پاڅه د خپل قام لپاره پاڅه
خپلې ژبې او کلام لپاره پاڅه

که هویت دې راخپل نکړې نو بیا مړ یې
که ژوند غواړي د خپل نام لپاره پاڅه

پښتونخوا په خیرات نه جوړیږي خانه
د یو پريکنده قیام لپاره پاڅه

گیلا من نن حماسه ده د ننگونو
د ننگونو د انجام لپاره پاڅه

د خیبر په لور ته هم ورشه نصرته
لر او بر ته د الهام لپاره پاڅه

 زلمی نصرت
۰۹.۱۰.۲۰۲۴

نه سیم او زر غواړم له تانه

نه کوم لښکر غواړم له تانه

نه کوم ساغر غواړم له تانه

بس يو وزر غواړم له تانه

چې ځم خیبر ته د جانان دیدن کومه

ټپیزه

د ازادۍ د شور نغمې دي

د قافلو سره ډیوې دي

ځې د خیبر په لور جرگې دي

د تاریخ نوې حماسې دي

بیا د خوشحال بچیان د ننگ میدان ته ځینه

 زلمی نصرت

خيبره بیا د تورې وار دی

 وخت د عمل او د تلوار دی

 دښمن دې گوره چې بیمار دی

 گودر ترې ورک خطا يې وار دی

 گذار دې ورکړه چې لا دړې وړې شينه 

زیاتې مقالې …