عبدالملک پرهیز

ژوند د عشق خوږې نغمې دي، هم له شاتو نه خوږې دي

د اوبو په شان بهېږي، ځې تېرېږي نه ستنېږي

ترینه پاتې شي یادونه، د اندو په کږلیچو کې

کله مست لکه څپو شي،  څپې خپلو کې ورکېږي

ژوند زما او ستا قصې دي، د وختونو په پردو کې

کله اور کې سوځېدل دي، تل سپرغکې یې رسېږي

په مجهوله لارو تګ دی، کله سمه کله غرو کې

چا ته زیری د  خوښۍ شي، څوک غمونو کې سوزېږی

ژوند د څو شیبو خوښي ده، په چټکو څو لمحو کې

ژوند موسکا او تړمې اوښکې، یو په بل پسې رسېږی

څه به وګټې څه بایلې، په هر بایله کې  ګټل دي 

ژوند د تلو راتلو مفهوم دی، یو ټوکېږي بل رژېږي

 ژوند د دوه شیبو واټن دی، د پیدا، پناه په منیخ کې

ټول پر دغه لاره درومي،  ولې خلک ترینه ځورېږي

 ژوند څپانده سمندر دی، د وجود په قالبو کې

کله غلی وي آرامه، کله مست توفاني کېږی

ته زما د بدن ساه یې، په ناهیلیو پرېوتو کې

ته زما د هیلو لمر یې، زما د روح هسک کې اوسېږې

سمندر یې زما د هیلو، زما د سترګو سیلابو کې 

د ارمان په خړې وریځ کې، د برېښنا په څېر ځلېږې

هنګامې  د توفان راغلې، زما د زړه په دهلیزو کې

تورې وريځې راچاپیر شوې، د حسرت باران ورېږي

د ژوندون پاڼې ژېړېږي، د خزان په یخ بادو کې

 د ژوندون په یخو شپو کې، د حسرت واورې ورېږي

ټول یادونه پاتې کېږی، زموږ د سیوري ورکېدو کې

راشه ښکلي نغمې سر کړه ، شومه دم  نژدې کېږي

ما ته ووایه سندرې، د ژوندون ترخو شیبو کې 

یه قربان نعره اوچت کړه، د ماښام خړې خپرېږي

زلمی نصرت

له بود نه یې نه بود بهتر شي
په اوتو بوتو به يې سر شي
نه به د لر نه به د بر شي
اولس به هم ترې لاس په سر شي

څوک چې جانان خپل پنجابي ته ور بخینه

٠٨.٠٨.٢٠٢٤

عبدالملک پرهیز
نه رنځور او نه بیمار یم، نه نشه او نه خمار یم
 کله ځان مې نه خوښېږي ، کله خپل  ځانه بیزار یم 
کله ځواک لرم پسرلی یم د هر دشت او غر واکدار یم
کله پاڼه د خزان یم، له هر باد نه په آزار یم
کله خم یمه اېشېږم، تسلا د زړه  پرهار یم
کله اوښکه د ماښام یم، د نرګس پر لیمه بار یم
کله ورک له سترګو خوب یم، تښتېدلی بې اختیار یم 
کله ویښه کې ویده یم، بې خبر له خپل روزګار یم
کله ځانه بیګانه یم ، خو همدم د بل اغیار یم
کله غېږ کې د یار پروت یم، خو لا تږی د دیدار یم
 کله دومره نیکمرغي شي، د یار زلفو کې په دار یم 
کله ځان ملامت بولم،  کله نوروته په قار یم
کله سر ګرېوان ته ټيټ کړم کله دنګ لکه چنار  یم
کله پورته جګ له هسک یم کله ټيټ پر ځمکه خوار یم
کله ناست د څانګې سر کې سندربول د هر ګلزار یم
کله خوښ یم غزل وایم کله درد نه په تلوار یم 
چې پیدا شوم په ژړا وم، زه شکمن پر دې دیار یم
دلته هر څه عجیبه دي، ډار له دې رنګ او بازار یم


 زلمی نصرت 
دنمارک

بې تکراره علامه!

ښه ساده د غرو قصه ده
 د کاوون د زړه وږمه ده

 اباسین څپو، څپو کې
 د بادبان د زړه څپه ده 

سلیمان د غره په څوکه 
داسې هسکه ده شمله ده

 فرق یې نشته له گُربته
 هر پرواز یې هنگامه ده

 ولَسوو نه با خبره 
د افغان د درد ناله ده 

د صحرا په لورې درومې
 د کیږدیو شنه لمبه ده

 د چونغر په ترانو کې
 د ادب ښکلا پرته ده

 طبیعت یې انځور کړی
 ښه رنگینه منظومه ده

 بډاینه د پښتو کې
 د الماسو مجموعه ده

 د پښتون په ننگ قلم یې
 د یو والې ښه بیلگه ده

 اتفاق که سره وکړو
 فرهنگ لاره یې رڼه ده 

د فرهنگ په سپین میدان کې
 بې تکراره علامه ده 

خوله یې چا بنده کړه نه شوه
 ظلم ضد یوه څیره ده

 مینه یې هیڅوخت نه ورکیږي 
زما په زړه کې چې پرته ده

 زما تنده پرې ماتیږې
 خیر که نورو ته ترخه ده 

له امو نه تر جیلمه
 د لایق چیغه خوره ده

 هندو کش ته په نظر کې
 داسي، داسي کلک صخره ده

 هر یو شعر یې حماسه ده
 د نصرت د زړه ټپه ده 

٦ جون ٢٠٢٠ میلادی

زیاتې مقالې …